روسیې او اوکراین ۴۰۰ جنګي بندیان تبادله کړل

فعالان وايي اوکراین او روسیې تر دې دمه ۳۰زره جنګي بندیان تبادله کړي

روسیې او اوکراین د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغه۱۱) تقریبآ ۴۰۰ جنګي بندیان تبادله کړل.

تېره اوونۍ روسیې ادعا کړې وه چې کیف هغه الوتکه اېشتلې چې اوکرایني بندیان یې د تبادلې لپاره انتقالول، مقامات وایي چې د الوتکې ټول سپاره وژل شوي وو.

اسوشیتډپرس راپور ورکړی و چې د جنورۍ په ۲۴ نېټه د دغې الوتکې له اېشتل کېدو وروسته، ځینو روسي مقاماتو له اوکراین سره د بندیانو د تبادلې د مسئلې په اړه پوښتنې پیدا کړې وې.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې مسکو او کیف هر یو ۱۹۵-۱۹۵ جنګي اسیران تبادله کړل. له دغه اعلان څخه لږه شېبه وروسته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې ۲۰۷ اوکرایني بندیان ازاد شوي‌ دي.

نوموړي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «زموږ هر اوکراینی په یاد دی، هم مبارزین او هم ولسي خلک او موږ باید هغوی ټول راستانه کړو. موږ په دې موضوع باندې کار کوو.»

د اوکراین د بشري حقونو یو فعال دیمیترو لوبینتس وویل دا د اوکراین د جګړې له پیل راهېسې پنځوسم ځل دی چې مسکو او کیف جنګي بندیان تبادل کوي او د هغه په خبره تر دې دمه ۳۰زره جنګي اسیران تبادله شوي دي.

روسیې تېره اوونۍ اوکراین تورن کړ چې ځواکونو یې یوه پوځي‌ ترانسپورتي الوتکه، چې ۶۵ اوکرایني زندانیان په کې ناست وو، ووېشتله او نسکوره کړه.

د اوکراین ولسمشر د روسیې دا ادعا نه رد کړه او نه هم تائید کړه، مګر ویې ویل چې «روسیه په اوکرایني زندانیانو، د هغوی د کورنیو په احساساتو او زموږ په ټولنې باندې لوبې» کوي.