د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: کیف هغه الوتکه وېشتلې چې ۶۵ اوکرایني بندیان یې انتقالول؛ ټول وژل شوي


اوکراین د روسیې د ادعا په اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده
اوکراین د روسیې د ادعا په اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده

روسیې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) ادعا وکړه چې اوکراین هغه پوځي الوتکه وېشتلې او نسکوره کړې ده چې اوکرایني بندیان په کې د تبادلې لپاره انتقالېدل.

روسیه وايي چې په الوتکې کې ټول سپاره وژل شوي دي. اوکراین تائید کړې وه چې د چهارشنبې په ورځ به د بندیانو تبادله کېږي، خو د مسکو له لوري د دغه خبر له اعلان وروسته یې وویل چې په دې اړه کافي معلومات نه لري.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په دې اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې وېدیو کې ښودل کېږي چې په بلګرود کې یوه لویه پوځي الوتکه غورځېږي او اور اخلي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د « IL-76 » الوتکې کې د اوکراین ۶۵ عسکر، چې په جګړې کې نیول شوي وو، ناست وو. همدغه راز د الوتکې شپږ چلوونکي اوکار کوونکي هم په کې سپاره وو.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې په خارکیف کې د اوکراین مېشتو سرتېرو په دغې ترانسپورتي الوتکې باندې دوه میزایل توغولي دي او دا پېښه یې «تروریستي عمل» بللی دی.

د اوکراین د استخباراتو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ لا دقیق او هر اړخیز معلومات نه لرو چې په الوتکې کې څوک سپاره وو او څومره وو.»

د اوکراین ولسمشر په خپلې ماښامنۍ وینا کې د روسیې دا ادعا نه رد کړه او نه هم تائید کړه، خو ویې ویل چې «روسیه داوکراین د بندیانو په ژوند، د هغوی د کورنیو په احساساتو او زموږ په ټولنې باندې لوبې کوي.»

نوموړي وویل چې باید په دې اړه حقایق ښکاره شي او دا چې الوتکه د روسیې په خاوره کې غورځېدلې ده.

کله چې زیلینسکي په دې اړه د نړیوالې تحقیقاتو غوښتنه وکړه،‌ په هماغه وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا موافقه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ به غونډه کوي چې د دغې پېښې په اړه د روسیې په ادعا خبرې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي دي چې په خپلواک ډول د روسیې دا ادعا تائیدولای نه شي، خو دا یې د اوکراین د جګړې یوه خونړۍ پېښه بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG