هغه وویل:"اوس د ګلانو بازار د پخوا په شان ندی، پخوا مونږ ډیر ګلان خرڅول، خو اوس د ورځې دوه، درې او کله هم لس ګلان خرڅیږي. پخوا به مونږ تر شل زرو افغانیو ګلان خرڅول، خو اوس د ورځې دوه زره او یاهم درې زره افغانیو ګلان خرڅو."
اکثره تازه ګلان چې پخوا کندهار ته له ګاونډیو هیوادونو څخه را تلل خو اوس په خپله په کندهار کې کرل او پالل کېږي.
د ګلانو د فارمونو څخه د ژمي په موسم کې بیلا بیل تازه ګلان ترلاسه کیږي چې د کورني مارکېټ لویه اړتیا یې پوره کړې ده.
بلال احمد وایې چې یو شمېر زینتي بوټي یې د تکثیر په موخه له ګاونډیو هیوادونو څخه را وړي او اوس یې دلته تکثېر کړی دی او زیات شمېر نور یې خپله د سیمي دي چې بیلا بیل ډولونه لري.
هغه وايي:"پخوا دغه یو ډول د ګلاب ګل له پاکستان څخه راتلل بیا مونږ ترې قلمې جوړې کړې. اوس مونږ دهغو څخه قلمې اخلو او ږدو یې. دغه شبو ګلان دي او مونږ یې خپله کرو او همداسې نور ډیر ګلان دي چې مونږ یې خپله تکثېرو."
په کندهار کې د تازه ګلانو رزونه له پخوا څخه یو ټولنیز دود دی چې د کورونو په ښکلا کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او تر څنګ یې د رواني بوختیا لپاره یې هم زیاتره کسان د ګلانو روزنه کوي.