د وچکالۍ له امله مو حاصلات زیانمن شوي دي - په کندهار کې د سبزیو کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر هغو کروندګرو چې په وروستي یوه کال کې د کوکنارو په ځای نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې د اوبو نشتوالی او سر په سر وچکالۍ د دوی حاصلات زیانمن کړي دي.

جانان د کندهار ولایت یو د هغو کروندګرو څخه دی چې په خپله کرونده کې یې د کوکنار په ځای شلغم (ټیپر) کرلي دي. دی وايي، چې سږ کال وچکالي د دوی کروندې زیانمنې کړي دي او له بلې خوا د تیر کال په پرتله د شلغمو بیه هم سږ کال نیم په نیمه را ټیټ شوی دي.

هغه وویل:"کله چې شلغم ورسیږي په یوه جریب د دیرشو زرو څخه بیا تر څلوېښتو زرو افغانیو عاید ترلاسه کېږي. تیر کال یو من په پنځوسو افغانیو وه، خو سږ کال یو من یې په شلو او یا دیرشو افغانیو دی."

د جانان په وینا سږکال هوا ډیره ګرمه وه او بارانونه هم په وخپل وخت ونشول، نو په دې دلیل د شلغمو مارکیټ د تیر کال په پرتله ښه نه وه، ځکه شلغم د سړې هوا سبزیجاتو له جملې څخه ګڼل کېږي.

هغه وویل د سبزیجاتو کر کېله تر تریاکو ښه ده. دی وایي د تریاکو ډیره ګټه بزګرو ته نه رسیږي، بلکې ډیره ګته یې قاچاقبرانو او نورو کړیو ته رسیږي.

جانان وايي:" د تریاکو په ځای خو کالکه یا پنبه، غنم، جوار او ماش کرو. دغه شیان چې زمونږ په وطن کې ډیر شي نو مونږ ورباندې ابادېدلی شو. په تریاکو مونږ هیڅ کله هم نشو ابادېدلی، بلکې بل ملک ورباندې ابادیږي. کوم بزګر چې تریاک کرلي دي د پور څخه ندي خلاص شوي."

شلغم یا ټېپر د سبزیو د مارکېټ عمده برخه ده چې حاصل یې د ژمي په موسم کې اخیستل کیږي او کرونده ګر وایې چې سبزي د نشه يي توکو ښه بدیل کیدای شي، خو چې ښه بازار ولري.