د کوکنارو او بنګو په ځای مو نور کښتونه کړي، خو سم بازار نه لري - کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې د طالبانو په کوکنارو له بندیز مخکې به یې کوکنار او بنګې کرلې او اوس یې نور بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې د کوکنارو بدیل کښتونه چندان ګټه ورته نه کوي.


حبیب الله چې په خپله کرونده کې یې سږ کال د بدیلو کښتونو په ترڅ کې ګلپي کرلي دي، وایي که څه هم دوی د کوکنارو بدیل کښت کرلي دي، خو د ګلپي حاصلات یې په مارکیت کې ښه بازار نه لري او کوم مصرف یې چې کړی دی، بیرته یې نشي پوره کولی.

هغه وویل:"دغه خو ګوبي دي، پخوا دلته مو نشه یې توکې کرل لکه بنګې او خشخاش. اوس معنا ګوبي دي. مارکیت هم مونږ ته نږدې دی او یو څه روزی ورباندې ګټو، خو دغه هم چندانې پیسې او شی نه جوړوي."

حبیب الله زیاتوي چې د دوی وسه او توان د با کیفیته تخمونو او کیمیاوی سرې ته نه رسیږی او دی د طالبانو د حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوي.

هغه وویل: "دلته نباتي ناروغۍ هم زیات شوی دي. ځینې خرابیږي او د تخم کیفیت هم سم ندی. دغه فصلونه مو وختي اېښي، خو ځینې د هوا په ګرمېدو سره خراب شوي دي."

ددې په څېر د کوکنارو یو زیات شمېر پخواني کروندګر شکایت لري، چې مرستې ور سره نه کیږي.