د پلاستیک لاندې کرکېلې په کندهار کې ښه نتیجه ورکړې ده – کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر کروندګر وایي چې تر پلاستیک لاندې د سبزيو کرکېلې نه یوازې ښه نتیجه ورکړې، بلکې د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دغه راز کرکیله ګټوره هم ده. دا کروندګر په کرنه کې د نویو نوښتونو هرکلی کوي او وايي، چې نوې میتودونو باندې کرکېله د دوی د اوبو د کموالي ستونزه هم تر ډېره بریده هواروي.

عبدالله چې په کندهار کې د سبزیو کروندګر دی، وایي له نویو تجربو وروسته اوس دوی د اوبو پریمانه سپما کوي او سبزي یې ژر حاصل ته رسیږي او له دې لارې یې اقتصاد وده کړې او غواړي چې خپل کښت ته نوره پراختیا هم ور کړي.

هغه وویل: "د شنو خونو یا کوچنیو ګرین هاوسونو په وسیله د سبزیو کښت اوس تر بل هر وخت زیاته وده کړې. زیاتره کروند ګر د پلاستیک په وسیله د سبزیو کښت د اوبو په سپما او تر مارکېټ پوري د حاصل په ژر رسیدو کې اغېزمنه لاره ګڼي."

عبدالله زیاتوي چې په کندهار کې د کرنې په برخه کې مؤسساتو په شنو خونو کې د کرکېلې طریقې ترویج کړي چې وروسته بیا کروندګرو په خپله د پلاستیک لاندې د سبزیو کرل په ډیر کم لګښت سره تجربه کړل.

هغه وویل: "څو کاله وړاندي مرسته کوونکو ادارو زموږ سره پدې برخه کې مرسته وکړه، خو وروسته موږ پدې برخه کې خپله پانګونه وکړه او پایله یې ښه اقتصادي تمامه شوه. له پلاستیک پرته هره دریمه ورځ کښت اوبه غواړي خو د پلاستیک په وسیله په ژمي کې لسمه ورځ موږ کښت ته اوبه ور کوو چې دا لویه سپما ده."

کلونه مخکې د نشه یې توکو د بدیلو کښتو د معرفي په لړ کې د جنوب په بیلا بیلو ولایتونو کې شنو خونو جوړل ترویج شوې وه چې اوس زیات کروند ګر د ژمي په موسم کې د سبزیو د کښت لپاره ترې ګټه اخلي.