په کندهار کې کروندګر د زیرې د حاصلاتو او ګټې څخه خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکیلې له بندیز وروسته په کندهار کې د بدیلو کښتونو په لړ کې د زیرې کر کېله هم په زیاته کچه ترویج شوې ده. 

حیات الله چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په خپله ځمکه یې زیره کرلې ده وایي، چې د زیرې کرکېله ښه ګټه او عاید لري او ددغه ولایت یو زیات شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې زیره کرلې ده.

نوموړی وایي چې وروستیو بارانونو د دوی کښتونه د وچکالۍ څخه ژغورلي دي. د هغه په وینا، د ده د زیرې فصل مخ په وچېدو وه، خو د بارانونو په نتیجه کې د کندهار د دهلې بند پارچو شوی او اوس پریمانه اوبه لري.

حیات الله وایي اوس کروندګرپه خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري ولې لکه زیره، کالکې او همداسې نور بدیل فصلونه کري خو له حکومت څخه غواړي چې د دهلې د بند د اوبو د ذخیره کېدو ظرفیت دې نور هم زیات کړي.