طلامحمد د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په عزیزخان کڅ کې اوس مهال په شاو خوا درې جریبه ځمکه کې تور بانجان، رومیان او نور سبزي کرلي دي. هغه امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، که چېرې سړې خونې وي او سبزي په کې ساتل کېدلی او بیا په مناسب وخت کې بازار ته ویستل کېدلی، نو بیا يې کروندګرو ته یو څه اندازه ښه ګټه کوله.
سبزیو ته د پلور د مناسب بازار نشتون مسله یوازې تر لغمان محدوده نه ده، بلکې دا هغه ستونزه ده چې د هېواد په ختیځ زون کې ټول کروندګر ورسره مخامخ دي.