ددغو کروندګرو په خبره، په دې نوې طریقه د سبزیو او په ځانګړې توګه د "مارو کدو" کر کېلې ښه نتیجه ورکړې، چې نه یوازې په مارکيټ کې په ښه بیه خرڅیږي، بلکې مالي ګټه یې هم دوی ته رسیږي.
د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې، د طالبانو مشر د یو فرمان په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.
په فرمان کې ویل شوي که هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او خپله به د شریعت له مخې مجازات کېږي.