سږکال ږلۍ زمونږ حاصلات زیانمن کړي – د ننګرهار بڼوال

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د شفتالانو یو شمېر بڼوال وايي که څه هم سږ کال حاصلات یې ږلیو یو څه زیانمن کړي دي، خو خوښ دي چې راتلوونکو کالونو ته به ښه حاصلات ترې را ټول کړي.

د دې ولایت د کامې په ولسوالۍ کې د ضیاالله په نوم یو کروندګر چې په شاوخوا شل جریبه ځمکه کې د شفتالانو ۸۰۰ نیالګي کېنولي، وايي دا یې دویم کال دی چې بڼ یې حاصل ته رسېدلې دی.

نوموړي امریکاغږ ته وویل، نه یوازې د شفتالانو حاصلات یې له تریاکو څخه ښه دي، بلکې په بڼوالۍ کې ورسره تر ۳۰ پورې کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده او په وینا يې چې هر کال د کاریګرو شمېر هم زیاتېږي.

ضیاالله که څه هم له بڼوالۍ څخه خوښ دی، خو لویه ستونزه د شفتالو د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون یادوي، چې په خبره يې د وطن مېوې لپاره باید ښه بازارونه وکتل شي.

یوازې کامه نه، بلکې په وروستیو کالونو کې د ننګرهار په دره نور، بهسودو، سره رودو، بټي کوټ او ځینو نورو ولسوالیو کې کروندګرو بېلابېلو بڼوالیو ته مخه کړې ده، خو په ټوله کې د مارکیټ نه شتون يې لویه ستونزه ده.