هغه پښتون ورزشکار چې د پاکستان له حکومت څخه ګیله من دی

Your browser doesn’t support HTML5

فدا محمد دومړ د کویټې د کچلاک سيمې اوسېدونکی دی چې د کراټې د رزمي ورزش په ګڼو نړيوالو سياليو کې د پاکستان استازيتوب کړی او مډالونه یې ګټلي دي خو اوس ګیلمن دی چې حکومت یې هڅه او زیار ستایلی ندی او د خپل سپورتي کلب په فعال ساتلو کې یې ورسره هیڅ ډول مرسته نده کړې.