محمد ابراهیم چې پر خپله ځمکه یې د پستو لوی بڼ جوړ کړی، وایې چې سږني اورښتونو یې بڼ ته زیاته ګټه رسولې ده. هغه وویل:" پدې بڼ کې ۲۲۰۰ ونې دي. له نیکمرغه، سږکال اورښت د شوتې د ناروغۍ په ګډون د ګڼو ناروغیو مخنیوی کړی دی. " نوموړی زیاته کړه، چې تیر کال دا بڼ وختې شوته کړې وه، خو سږني اورښتونو زیاته ګټه ورته کړي ده، ځکه د ونې ګرده یې پرېمنځلې دي. نوموړی همدارنګه له خلکو غواړي چې خپل وطني حاصلاتو ته دې توجه زیاته کړي تر څو د بهرنیو میوو له واردولو څخه مخه ونیول شي.
دا پداسې حال کې دی چې د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې، د طالبانو د مشر لخوا په یو فرمان کې د کوکنارو پر کرکیله له بندیز وروسته، ګڼ شمېر کروندګرو د کوکناو پر ځای د ګټورو بڼونو جوړېدو او بدیلو کښتونو ته مخه کړې. په فرمان کې ویل شوي که هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او خپله به د "شریعت" له مخې مجازات کېږي.