ددغه بوټې څخه په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې تر وچېدو وروسته په ساختماني چارو او د تازه مېو په انتقال کې ترې ګټه اخیستل کیږي. دغه بوټې نه یوازې د لمر د وړانګو په مخنیوي کې مهم رول لري، بلکې تر مارکېټ پوري د سبزیو او تازه مېو په انتقال کې هم زیات کارول کیږي.
اختر محمد د کندهار ښار په عینو مینه کې پر یوه جریب ځمکه نی یا نل کښت کړی چې د عاید څخه یې خوشحاله دی. دی زیاتوي چې کښت یې ښه پایله ور کړې او دوی ګڼ شمېر کسان له ځان سره پر کار هم ګمارلي دي.
د نی او یا نل کښت په کندهار کې وروسته له هغه مخ په ډیریدو شو چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کر بندیز وضع کړ. کروندګر په زراعتي سکتور کې نوي تجربې د ښو عایداتو لپاره مهمې ګڼي او وایې چې پدې برخه کې نوي کښتونه هم ترویج شوي دي.