د کیمیاوي سرو لوړه بیه، بڼوالي باندې منفي اغیزه کړې ده – د کندهار یو شمېر کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر بڼوال وایي، که چیرې د کیمیاوي سرې او د اوبو لګولو ستونزه یې هواره نشي، نو ښايي د انارو بڼونه له منځه لاړ شي.‌ ددغه ولایت یو تن بڼوال، خیر محمد پر خپله ځمکه ۹ کاله وړاندي د انارو بڼ جوړ کړی، خو وایې چې حاصلات یې خپل لګښت هم نه پوره کوي.

د هغه په خبره، عمده لامل یې د کیمیاوې سرې لوړه بیه او له بلې خوا د بڼوالي لپاره د منظمو اوبو لګولو د سیستم نه شتون دی.

هغه وویل:"موږ له حکومت څخه غواړو چې کیمیاوي سره راکړي. زموږ بڼونه په کیمیاوي سرې اباد دي که دا نه وي سم حاصل نه کوي."

انار د کندهار په کرهڼیز اقتصاد کې د پام وړ ځای لري چې د کورني‌ مارکېټ‌ تر څنګ په نړیوال بازار کې هم ځانګړی اعتبار لري.