بلینکن: اسرائیل ډیر ژر په غزه کې د جګړې وروسته طرحې ته اړتیا لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

وروسته له هغې چې یو لوړ پوړي اسرائیلي مقام وویل چې په غزه کې به جګړه د کال تر پایه پای ته ورسیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې اسرائیل ژر تر ژره په غزه کې د جګړې وروسته پلان ته اړتیا لري.

بلینکن د چهارشنبه په ورځ می ۲۹ (جوزا ۹) مالدووا ته د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: "د راتلونکې ورځې لپاره د کوم پلان پرته به بله ورځ نه وي. دا هغه څه دي چې باید هغه لور ولاړ شو او ژر تر ژره پرې کار وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا ډول پلان به دا یقیني کړي چې اسرائیل د اوږدې مودې لپاره پر غزې امنیتي کنټرول ونه لري. هغه له جګړې وروسته د غزې د تړانګې پر پلان باندې په ټينګار سره وويل: "که دا کار ونه شي، حماس د هغو چارو په سر کې پاتې کیږي، چې د منلو وړ نه ده. که دا کار ونه شي، د ګډوډۍ، بې امنۍ او د يوې خلا شاهدان به اوسو چې په تدریجي توګه حماس یا کیدی شي چې دا تصور کړو چې ښایي [دا خلا] له هغه څخه بدتر جهادیان به یې ډک کړي."

د اسرائیل د ملي امنيت سلاکار زکي هانګبي ويلي، چې د اسرائیل پوځي ځواکونه به اوو نورو میاشتو ته اړتیا ولري چې پر حماس باندې خپله غلبه ټینګه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د حماس لخوا د اکټوبر د اوومې نېټې د بریدونو په اړه د اسرائیل له غبرګون څخه د خپل ملاتړ د څرګندولو سره سره له اسرائیل غوښتي چې د فلسطیني ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په رفح ښار کې د کډوالو پر کمپ باندې د اسرائیلي پوځیانو وروستی برید "ډارونکی" بللی او په دې اړه یې د فوري او هراړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده. په دغه برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بلینکن وویل چې هغه راپور نشي تصدیق کولی چې د رفح د مهاجرینو په کمپ کې په وژونکو بریدونو کې امریکایي وسلې کارول شوي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس سخت دریځو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د حماس تر برید وروسته اسرائیل پر غزې غچ اخیستونکي بریدونه وکړل، چې له امله یې په غزه کې تر ۳۶ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي او د غزې اکثر سیمې یې له خاورو سره خاورې کړې دي.