د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ می ۲۹ (غبرګولي نهمه) د غزې په اړه په ملګرو ملتونو انتقاد وکړ او پر "اسلامي نړۍ" یې غږ وکړ چې د اسرائیل وروستي خونړي برید ته غبرګون وښيي.

اردوغان د خپل عدالت او پرمختګ ګوند وکیلانو ته په وینا کې وویل: "ملګري ملتونه تردې چې د خپلو کارمندانو ساتنه هم نشي کولی. تاسو د اقدام کولو لپاره څه ته په تمه یاست؟ په غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی دی."

اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو کمپ باندې د اسرائیل د خونړي برید په اړه، چې ۲۱ کسان پکې ووژل شول، د بحث لپاره غونډه وکړه.

د ترکیې ولسمشر پر اسلامي هېوادونو باندې د اسرائیل برید ته د همغږي غبرګون نه ښودلو له کبله نیوکه وکړه.

اردوغان چې د ۸۵ میلیونه نفوس لرونکي مسلمان اکثریتي هیواد مشري کوي، په پارلمان کې د خپل ګوند استازو ته وویل: "زه اسلامي نړۍ ته څو خبرې لرم: تاسو د ګډې پریکړې لپاره څه ته انتظار یاست؟... اسرائیل نه یوازې غزې بلکې ټول انسانیت ته ګواښ دی."

نوموړي زیاته کړه: "تر هغو چې اسرائیل نړیوال قانون رعایت نه کړي او نړیوال قانون ته د پابندۍ احساس ونکړي، هیڅ دولت خوندي نه دی."

اردوغان هغه تورونه بیا تکرار کړل چې اسرائیل په غزه کې "نسل وژنه" کوي.

د ترکیې ولسمشر له دې یوه ورځ وړاندې خبرداری ورکړی و چې هېواد به یې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د حساب او کتاب لپاره "هر کار چې ممکن وي،" وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG