په کندهار کې د توتو مېلې د یخې هوا له امله په ځنډ پیل شوې دي

Your browser doesn’t support HTML5

سږ کال په کندهار کې توتان د اورښتونو‌ له کبله له ‌خپل اصلي وخت څخه څو اونۍ وروسته پاخه شوي دي.عموما د پسرلي په دوهمه میاشت ثور کې د کندهار توت پاخیږي، خو سږکال د جوزا په میاشت کې پاخه شوي دي او د توتانو د یو شمېر باغدارانو په ويناء اقلیمي بدلونونو د دوی په حاصلاتو هم تاثیر کړی دی.

سږ کال په کندهار کې توتان د اورښتونو‌ له کبله له ‌خپل اصلي وخت څخه څو اونۍ وروسته پاخه شوي دي.

عموما د پسرلي په دوهمه میاشت ثور کې د کندهار توت پاخیږي، خو سږکال د جوزا په میاشت کې پاخه شوي دي او د توتانو د یو شمېر باغدارانو په ويناء اقلیمي بدلونونو د دوی په حاصلاتو هم تاثیر کړی دی.

دکندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید احمد وایي د کندهار د توتو په سیزن کې اکثره خلک د توتو میلې جوړه وې.

هغه وویل: "دلته شل ونې دي او دا توت د کابلي توت په نامه مشهوره دي. توت د پسرلي په سر کې پخیږي خو سږ کال لږ ناوخته پاخه سوه خلک له ښاره راځي او دلته یې خورې."

توت د کال لومړنی تازه مېوه پیژندل کيږي چې په مناسبت یې کندهار کې هر کال پدې موسم کې د شالمار په نوم د غېږنیونې دودیزه مېله هم تر سره کیږي.

پدغه دودیزه مېله کې د پښتونخوا تر څنگ د افغانستان د ‌جنوب لویدیځو ولایتونو ګڼ شمېر میله وال او غېږ نیونکې هم برخه اخلي.