په کندهار کې کروندګر د هینجې کښت له حاصلاتو خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د هینجې کښت چې د کوکنارو یو له ښو بدیلونو څخه ګڼل کیږي او پدې وروستیو کې یې کښت د افغانستان په جنوبي ولایتونو په تېره بیا په کندهار کې هم ترویج شوې ده، اوسمهال یې د شیرې د ټولولو موسم دی. په لومړي ځل ۴ کاله وړاندي د کندهار يو شمېر کرونده ګرو د هینجې ازمایښتي کښت کړی وو، چې ښه پایله یې ور کړې ده.

ددغه ولایت یو تن کروندګر، محمد ابراهیم چې پر یو نیم جریب ځمکه یې د هینجې ۲۲زره بوټي کرلي وايي، هینجه لږ اوبه غواړي او حاصلات يې په نړیوال بازار کې په لوړه بيه پلورل کيږي.

د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د هینجي کښت ته ځکه زیاتو کروندګرو مخه کړې چې د هینجې عاید او بازار په نړیوال مارکیټ کې ښه دی او د تریاکو د ګټې تشه په اسانۍ سره ډکولی شي.