د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی اکرام چې په شاو خوا دوه جریبه ځمکه لېړوګان، رومیان او نور سبزي کرلي دي وايي، تخمونه او سرې له بازاره اخلي، خو په خبره يې کیفیت يې خراب وي نو حاصلات سم نه ورکوي.
هغه امریکاغږ ته وویل:”سرې او تخم په شخصي لګښت باندې اخلو، مونږ سره تر اوسه پورې د حکومت او موسساتو لخوا مرسته نه ده شوې، چې په بازار کې يې اخلو دا داسې ښه تخمونه نه وي“.
دی وايي، بازاري تخمونه اکثریت له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه په غېرې قانوني لارو راځي او په کروندګرو پلورل کېږي.
نوموړی وايي، کروندګر خو اړ وي چې ځمکو ته تخمونه واخلي، ځکه که په وخت يې ونه کري نو بیا يې فصل پاتې کېږي.
دی دا هم وايي، که حکومت او مرستندویه ادارې چې د کرنې په برخه کې کار کوي ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې په وخت وکړي نو ښايي زیات مشکلات يې حل شي.
هغه زیاتوي: ”زمونږ غوښتنه دا ده چې مونږ ته ګرین هاوسونه (شنې خونې) جوړ شي تر څو هر وخت په کې سبزي وکرل شي “.
کروندګر داسې مهال د شنو خونو د جوړولو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کروندګر د سبزیو د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون له امله ګڼ شمېر مشکلاتو سره مخ دي.