د خرو غوبل څه دی او په پښتونخوا کې ولې خلک لا هم دغه دود ته اړ دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د مصنوعي ځیرکتیا پدې پرمختللې زمانه کې د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې خلک د غنمو د حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره غوبل ته ولې اړ دي؟ د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک د ژوب له سمځي ملایانو کلي له اوسیدونکو سره همدغه پوښتنه سپړلې او راپور یې چمتو کړی.