د هنر او زده کړې له لارې ټولنې ته د خدمت هوډ

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان د لورلایي اوسېدونکي جهانګیر کوچي، چې په متحدو ایالتونو کې یې د فزیک انرژۍ په برخه کې لوړې زده کړې، وايي چې د بريښنايي توکو د ترمیم د یو ورکشاپ له لارې د لورلايي اوسیدونکو ته خدمات وړاندی کوي.

نوموړي په دغه ورکشاپ کې نه یوازې بریښنايي توکي ترمیموي، بلکې خپلو شاګردانو ته عملي او نظرې زده کړې هم ورکوي، چې په خبره یې هغوی هم په راتلونکې کې د خپل ولس د خدمت جوګه شي.