په کونړ کې یو شمېر کروندګر د سږني کال له حاصلات خوښ نه دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کونړ کې د هندواڼو یو کروندګر له سږنیو حاصلاتو خوښ نه دی او وايي چې د تېر کال په پرتله یې ډېره ګټه نه ده کړې. دغه کروندګر چې د خاص کونړ ولسوالۍ د لغمانیو په سیمه کې يې په شاو خوا ۳ جریبه ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي وايي، چې سږ کال يې د هندواڼو حاصلات بیخي کم و او لامل يې هم بې وخته بارانونه یادوي.

نوموړی د امریکاغږ سره خبرو کې ویلي:”هوا یخه وه بارانونه و، هندواڼه په خپل ټیم سره ونه رسېدله، هندواڼه پاتې شوه او خرابه شوه مرضونه يې وکړل، یو ګل خو يې بیخي له منځه لاړه“.

د هغه په خبره، چې تېر کال يې ښه حاصلات ورکړي و، خو سږ کال که څه هم خرابه شوه، مګر زیاتوي چې د نورو فصلونو په پرتله د هندواڼې په کر کیله کې کروندګرو ته ډېر عواید ترلاسه کېږي.

دی وايي، که کرهڼې ریاست او د زراعت په برخه کې نورې اړونده ادارې ورسره په وخت د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو برخه کې مرستې وکړي، نو لګښتونه به يې را کم شي.

هغه وايي: ”که مونږ مرستې وکړي نو زمونږ اقتصاد به ښه شي، ځکه زمونږ اقتصاد کمزوری دی او سرې او تخمونه قیمته دي، تخمونه اصلاح شوي هم نه وي، را يې وړو ويې کرو بیا ښه حاصل نه ورکوي. “

د شاکرالله د معلوماتو له مخې، چې دوی په هر فصل کې تخمونه او کیمیاوي سرې له بازاره پیرې، خو ډېر کم داسې وخت راځي، چې ښه پایله ورکوي او نور هر وخت تاوان کوي.