په کندهار کې د خولفې په نامه طبعي سابه ښه بازار لري- کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د خولفې په نوم سبزي چې په اصل کې په طبعي ډول په عامو کروندو او ځمکو کې پیدا کېږي، اوسمهال په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کروندګرو له خوا د نورو سبزیو په ډول کرل کېږي

د خولفې په نوم سبزي چې په اصل کې په طبعي ډول په عامو کروندو او ځمکو کې پیدا کېږي، اوسمهال په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کروندګرو له خوا د نورو سبزیو په ډول کرل کېږي.

د عصمت الله خان په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، له هغه ځایه چې خولفه په مارکېت کې زیات مېنه وال هم لري، نو دوی د خولفې له حاصلاتو څخه ښه ګته هم تر لاسه کوي. هغه زیاته کړه:"خولفه د سبزیو هغه بڼه ده چې د ګرمۍ په موسم کې زیاته کارول کیږي او کروندګر ورڅخه ښه ګټه تر لاسه کوي.‌"

نوموړی وویل: "خولفه په یوه میاشت کې کرل کیږي. له یوې میاشتي وروسته دا خپله حاصل ته رسیږي په اول سر کې په ښه بیه خرڅیږي وروسته چي ګرمي او کښتونه یې زیات شي بیا یې نرخ لږ ټیټږي."

یو شمېر کروندګر وایې که څوک د مارکېټ اړتیاوي وپيژني، نو ګڼ داسې کښتونه شته چې د نشه یي توکو په پرتله ښه ګټه او زیات حاصل ور کوي.