د سږکال د سبزیو له کښت او حاصلاتو خوښ یو - د کونړ کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په کونړ کې کروندګر په ټوله کې د سبزیو او په ځانګړې توګه د توریو له حاصلاتو خوښ دي. د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد په سیمه کې حاجي خیر محمد چې په اجاره شوې ځمکه کې یې تورۍ کرلي دي، وايي، چې د غنمو او جوارو په پرتله، د توریو حاصل ډېر او د دوی د کورنۍ ورځنی ژوند پرې روان دی.

نوموړی زیاته کړه: "غنم او جوار خو په شپږو میاشتو کې رسېږي او یو ځلي ختمېږي، تورۍ خو داسې دي چې ورسېږي بیا زمونږ د کور خرچې، د مریضۍ او غم ښادۍ لګښت پرې برابریږي."

دی وايي، د توریو رسېدلی حاصل د کونړ په کلیوالي بازارونو کې پلوري او بیې يې هم ښه دي چې په خبره يې یو پاکټ تر ۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

هغه وايي، تر دې مخکې يې هندواڼې کرلې وې، چې له هغې يې هم ښې ګټه ترلاسه کړي ده.‌