له لوړو زده کړو سره سره، مزدوریو ته اړ یوو - محصلین

Your browser doesn’t support HTML5

طاهر رښتین په بلوچستان کې یو له هغو محصلینو څخه دی چې د پښتو ژبې او ادب په‌ څانګه کې یې لوړې زده کړې دي، خو د لوړو زده کړو سره سره نوموړی وايې،‌ چې د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره مزدورۍ ته اړ شوی دی

. هغه امریکا غږ ته وویل، چې په پاکستان کې نه یوازې د پښتو ژبې او ادب له څانګې څخه فارغ شوي محصلینو ته د کار او روزګار زمینه مساعده نه ده، بلکې ورځ تر بلې ددغه څانګې د محصلینو کچه مخ په ځوړي ده.