د سبزي د مناسب مارکیټ او سړو خونو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ یو – کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د سړو خونو د نشتون څخه شکایت لري. د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد په سیمه کې د فیروز په نوم یو کروندګر، چې په یو نیم جریب ځمکه کې یې تور بانجان کرلي دي وايي، له یوې خوا سړې خونې نشته چې سبزي او میوه په کې وساتل شي او له بلې خوا د پلور لپاره يې هم مناسب مارکیټ نه شته.

نو ځکه دوی خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

نوموړي امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، چې حکومت باید د سړو خونو او مارکیټ جوړلو لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه: "د جلال اباد منډوې وړه ده او دومره برداشت نه لري، چې هر کروندګر ۳۰۰ یا ۴۰۰ سوه منه ترکاري ورته یوسي. "

نوموړي وايي: "زمونږ دا ترکاریانې او میوې باید وساتل شي. هغو هېوادونو ته چې زمونږ میوې او سبزي صادریږي، هغوی سړې خونې لري او هماغه بیا بېرته په مونږ باندې په درې چنده خرڅوي."

د نوموړي د معلوماتو له مخې په بازار کې د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې لوړې بیې او همدارنګه د حاصلاتو د پلور لپاره مناسب بازار نه شتون، هغه څه دي چې اوسمهال ددغه ولایت کروندګر يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.