سږ کال په کندهار کې د انارو د حاصلاتو زیاتیدو ته د کروندګرو هیله

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې بڼوال که څه هم سږ کال د انارو ښو حاصلاتو ته هیله من دي، خو په ورته وخت کې د بازارموندلو په اړه  لږ اندیښمن دي.

ددغه ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی، حاجي خان محمد وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د انارو حاصلات په دې دلیل ښه دي چې د وچکالۍ اثرات ختم شوي دي او د نباتي افاتو کچه هم ډیره ټیټه شوې ده.

هغه وویل:"سږکال موسمي اورښتونو د دهلې او کجکي د بندونو اوبه ډيري کړي او تر څنګ یې د انارو بڼونه له نباتي ناروغیو څخه هم خوندي دي".

نوموړی زیاته کړه، که سږکال د انارو بازار ښه وي، نو خپل حاصلات په ښه بیه پلورلای شي او پدې توګه به خپل لګښت د ګټې سره یوځای ترلاسه کړي.

انار د کندهار په کرهڼیز اقتصاد کې د پام وړ ځای لري چې د کورني‌ مارکېټ‌ تر څنګ په نړیوال بازار کې هم ځانګړی اعتبار لري.