په کويټې کې د موبایلونو نابینا سوداګر

Your browser doesn’t support HTML5

د کویټې اوسېدونکی نورمحمد په سترګو نابینا دی، خو په کلک هوډ سره یې ځانته د کاروبار زمینه برابره کړې ده. نوموړی د ګرځنده ټیلیفونونو(موبایلونو) د پیر او پلور کاروبار کوي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

دې وايي، معلولیت محدودیت نه دی او هر څوک کولای شي چې دده په څیر په کلک هوډ او زیار سره بیکارۍ ته ماتې ورکړي. په دغه ویډیو کې چې سالمین خپلواک را لیږلي، د نورمحمد ورځنې کار او فعالیت انځور شوی دی.‌