په کندهار کې زراعتي افاتو کروندګرو ته زیانونه اړولي دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د کوکنارو یو تن پخوانی کروندګر چې اوس یې پر خپلو پټیو کې د خټکيو پالیزونه کرلي دي، وایې چې کښت یې د نباتي افاتو له کبله سخت زیانمن شوی دی.

د زین الدین خان په نوم دغه کروندګر وايي: "سږ کال مو خټکي کرلې دي. خو هغه داسې مرضونه وکړل چې خپل مصرف نه په جوړیږی." نوموړی له حکومته غواړي، چې د زراعتي افاتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي چې د کروندګرو د زیانونو مخه ونیول شي.