د ننګرهار کروندګر د ګنیو د سږني فصل په ګټو خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې د ګنیو فصل د نورو فصلونو په پرتله ډېر عاید ورکوي او لږ زحمت غواړي. دوی وايي، سره له دې چې په کر کیله کې د سرو او اصلاح شویو تخمونو لګښتونه موجود دي، خو بیا هم د ګټو په لحاظ دا کر کیله تر نورو پورته ده.

د کامې ولسوالۍ د شیخانو سیمې کروندګر سبحان الله، چې په یو جریب ځمکه کې یې ګني کرلي دي، وایي، د ګنیو کر کیله له نورو فصلونو غوره ده ، ځکه زحمت یې کم او حاصلات او عواید یې زیات دي. هغه امریکاغږ وویل، چې د ګنیو حاصلات په یو جریب ځمکه کې تر ۴۰ یا ۵۰ زره افغانیو پورې رسېږي.

هغه وايي، یو جریب ځمکه تر ۱۲۰۰ منه پوري د ګنیو حاصلات ورکوي او ښه والی يې دا دی، چې یو کال دې وکرل تر راتلوونکو درې یا څلورو کالو پورې حاصل ورکوي. د نوموړي په خبره، که حکومت د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او وسایلو په برخه کې مرسته وکړي، نو د کروندګرو اقتصاد به د پام وړ پرمختګ وکړي.