د ننګرهار کروندګر: سږ کال مو حاصلات څه نا څه ښه دي، خو بارانونو اغېزمن کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، چې سږ کال یې حاصلات څه نا څه ښه وو، خو باغونه د ګل په وخت کې د بارانونو له امله زیانمن شوي دي. دا بڼوال دا هم وايي، چې باغونه يې د حاصل په وخت کې مرضونه کوي، خو له دوی سره دومره وس نه وي، چې په وخت ورته درمل واخلي او پرې وې شیندي.

د دې ولسوالۍ په املې سیمه کې شاه سید په شاو خوا درې جریبه ځمکه باندې د دریو کالو راهیسې د لېمو بڼوالي کړې ده او په خبره يې، چې په یو جریب کې نږدې ۲۰۰ بوټي نهال شوي دي.

نوموړي امریکاغږ ته وویل، چې د اوبو د کموالي له امله همدا راز د کیمیاوي سرو او نباتي امراضو له امله حاصلات زیانمنېږي.

هغه وايي، سږني حاصلات يې په پنځوس زره افغانیو په سوداګرو پلورلي دي او په خبره يې د لېمو د بڼوالې دوه ګټي دي، چې هم پکې د نورو فصلونو په وخت کر کولی شې او هم د لېمو حاصلات ورکوي.

هغه وايي، که د اوبو مشکل حل او ورسره د کیمیاوي سرو او درملو په برخه کې مرستې وشي نو هیله لري، چې راتلوونکي کالونو کې د لېمو ښه حاصلات واخلي.

وروستیو کالونو کې د دره نور ګڼ شمېر کروندګر د بېلابېلو میوو بڼوالۍ ته مخه کړې ده، خو تر ډېره يې د اوبو د کموالي اندېښمن دي، چې هر کال يې حاصلات اغېزمن کړي وي.