د کندهار کروندګر: ږلۍ د غنمو حاصلاتو ته زیان اړولی

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د میوند ولسوالۍ یو کروندګر وایي، که څه هم سږ کال اوبه زیاتې وې، خو د ږلیو او خراب موسم له امله یې د غنمو حاصلاتو ته زیان اوښتی دی.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وایي، سره له دې چې سږ کال د اوبو په برخه کې کومه ستونزه نه وه، خو بیا هم د غنمو اکثره وږي پوچ پاتې شول، چې په پایله کې یې حاصلات د تمې خلاف خورا کم شول. نوموړی وایي، اوس پر خپلو پټيو د جوارو کښت ته چمتوالی نیسي او هیله لري چې د جوارو په کښت سره به خپل لګښتونه پوره کړي.‌
خان محمد وایي ټول کروندګر په میوند ولسوالۍ کې د کوکنارو په ځای هغه مروج او روا کښتونه کري چې ټولنې ته ګټور دي، خو هیڅ داسې مرستې ورسره ندي شوي چې د دوی زراعتي تاوانونه جبران کړي.