په ننګرهار کې کروندګر د مرستو له نشتوالي سر ټکوي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې تر اوسه ورسره هیڅ مرستې نه دي شوي او تخمونه او سرې یې له بازاره په خپلو پیسو اخیستي دي. دوی وايي، که مرستې ورسره وشي نو لګښتونه به پرې کم او د دوی د فصلونو عواید به دوی ته په ګټه پاتې شي. 

ددغه ولسوالۍ یو کروندګر امریکاغږ ته وویل، چې د کچالانو د کښت لپاره په یو جریب ځمکه شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ لګښت راځي او د حاصلاتو پلورل تر ۵۰ زره افغانیو پورې کېږي، خو د لګښتونو له امله لږې ګټې ورته پاتې کیږي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کامۍ ولسوالۍ ټولې ځمکې د کر کیلې لپاره په ځانګړي توګه د سبزیو لپاره مناسبې دي، خو کروندګرو سره باید څه نا څه مرستې وشي.