په کندهار کې کروندګر د سبزیو د نوي ډولونو د ترویج په هڅه کې دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر کروندګر د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د سبزیو د ترویج په هڅه کې دي. د بلال احمد په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر چې په خپله ځمکه کې یې کریړې (تریخ کدو) کرلي، وايي چې د دې محصول له حاصل څخه خوشحاله دی.

نوموړی زیاتوي، چې تریخ کدو مارکېټ کې ښه بازار لري او ډیری خلک یې د درملنې لپاره هم اخلي. دې وايي، چې تریخ کدو د شکرې ناروغانو لپاره هم ګټور دی، ځکه اوس یې کښت زیات شوی دی.