کندهار کې د کوکنارو پخواني کروندګر د بدیلو کښتونو د ګټې څخه خوښ نه دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر چې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو پر کرکیلې د بندیز وروسته د بدیلو کښتونو لکه تور بانجان کښت کوي، وایي چې دغه کښتونه د کوکنارو د ګټې ځای نشي ډکولی.

علي احمد، چې پخوا به یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، اوس تور بانجان کري. هغه شکایت کوي چې حاصلات یې ښه بازار نلري او په ښه بیه نه خرڅیږي. د نوموړي په خبره، هان خپل لګښت هم نشي پوره کولی.