د طبعي افتونو له امله مو د حاصلاتو کچه راټيټه شوې – کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار کروندګر نیک محمد وایي چې سږکال اوبه زیاتې وې، خو ږلۍ یې حاصلاتو ته زیان رسولی دی. هغه وايي چې د ږلۍ له امله یې پالیزونه خراب شوي او د حاصلاتو کچه راټېټه شوې ده. نیک محمد شکایت لري چې نه حکومت او نه خیریه مؤسسې د ږلۍ له امله زیانمنو کروندګرو سره مرسته کړې ده.

هغه زیاتوي: "پخوا به مو ښه حاصلات ښه وو، خو سږکال ټول پالیزونه ږلۍ ځپلي او خراب شول. همدارنګه موږ د خپلو حاصلاتو لپاره مناسب مارکېټ نلرو او له حکومت څخه د مارکیټ غوښتنه لرو."
کروندګر د طالبانو له حکومته غواړي چې د کرنې د پرمختګ لپاره مالی مرستې برابرې کړي ترڅو د ناڅاپي طبعي افتونو په وخت کې حمایوي مرستې ترلاسه شي.