امریکا له بنګله دېش سره د ۲۰۲ میلیون ډالرو اضافي مرسته کوي

د متحده ایالاتو د لوړ پوړو چارواکو یو هیات د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د بنګله دیش پایتخت ډهاکه ته ولاړ چې ووايي امریکا د بنګله دېش د هر اړخیزې اقتصادي ودې او پراختیا ته ژمنه ده.

امریکا په همدې ترڅ کې له بنګله دېش سره د ۲۰۲ میلیون ډالرو اضافي مرسته کوي.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت مرستیال برنت نیمن د دغه هیات مشري کوي. دا له متحده ایالاتو څخه لومړی هیات دی چې یوه میاشت وړاندې په بنګله دیش کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې د شیخ حسینه له ګوښه کېدو او د نوبل د جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ د حکومت له جوړېدو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

یونس تیره اونۍ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې حکومت یې د اقتصاد د ثبات لپاره چې په اوکراین کې د جنګ له امله د سوند توکو او خوړو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی له ننګونو سره مخامخ دی.

هغه په خپلې وینا کې له بنګله‌ دیش سره د پنځه میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه. تېرکال بنګله‌دیش د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۴.۷ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې وه.

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) وویل د یو تړون له مخې چې د یکشنبې په ورځ په ډهاکه کې لاسلیک شو،‌ دغې ادارې په بنګله‌دیش کې د ښې حکومتوالۍ، د مدني، بشري او اقتصادي فرصتونو پراختیا لپاره د ۲۰۲ میلیون ډالرو مرسته کوي.

دا توافق وروسته له هغې شوی چې دغې ادارې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کاله پورې بنګله دیش ته د ۹۵۴ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې له دې شمېرې تر اوسه ۴۲۵ میلیون ډالره مرسته شوې ده.

له یونس سره د دغه هیات له لیدنې وروسته د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې "د یوې عادلانه او ټول شموله راتلونکې" د تعقیب لپاره له بنګله‌دیش سره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

د یونس له دفتر څخه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د بنګله دیش د بیارغونې، په قضاییه قوه، پولیسو او مالي جوړښتونو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د پخواني رژیم له لوري د غلا شوې پانګې د بېرته ترلاسه کولو په برخو کې له متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو هیات په بنګله‌دیش کې د اصلاحاتو له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د واشنګټن د تخنیکي او مالي ملاتړ د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې پر اقتصادي اصلاحاتو، پانګونې، د کار اړوند مسایلو،‌ د روهینګیا کړکېچ او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته د یونس د سفر په تړاو هم خبرې شوې دي.