د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش موقت حکومت د جماعت اسلامي په ګوند بندیز لېرې کړ


د جماعت اسلامي یو مدافع وکیل له خبریالانو سره خبرې کوي
د جماعت اسلامي یو مدافع وکیل له خبریالانو سره خبرې کوي

د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد د جماعت اسلامي ګونډ په ډلې، چې مخکني حکومت بند کړی و، بندیز لېرې کړ. بنګله دېش له یو سیاسي تحول وروسته ټاکنو ته چمتوالی نیسي.

د بنګله دېش مخکني جکومت د جماعت اسلامي په ګوند او د هغه سره په تړلې ډلې د اګست په لومړۍ نېټه بندیز ولګوه او دا ډله یې په تاوتریخوالي‌ او ترهګرۍ تورنه کړه او ویلي وو چې په مظاهرو کې د محصلینو په منځ کې تاوتریخوالی پاروي.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې د شیخ حسینې حکومت ړنګ شو او هغه هند ته وتښتېده. په مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول.

خو د بنګله دېش موقت حکومت ویلي دي چې داسې کوم شواهد یې پیدا نه کړل چې دا ډله دې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره وتړي.

د دغې ډلې جنرال سکرتر میا غلام پرور امریکا غږ سره په خبرو کې د حکومت د نوي پرېکړې هرکلی وکړی او ویلي دي‌ چې په ګوند یې بندیز لګول «ناقانونه و، ځکه چې د ناقانونه حکومت له لوری و». هغه ویلي‌ دي چې «موږ له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه دا پرېکړه بدله کړي» او په خبره یې حکومت انصاف وکړ.

د جماعت اسلامي ګوند له ۲۰۱۴ کال راهېسې په بنګله دېش کې په ټاکنو کې له ګډون کولو منع کړل شوی او د ټاکنو کمېسیون د هغوی نوملیکنه لغوه کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې د بنګله دېش عالي محکمې دا ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړ او ویې ویل چې د دغه ګوند مقررات د بنګله دېش د اساسي‌ قانون او سیکولاریزم په ضد دي.

خو دا ګوند له سیاسي فعالیتونو څخه منع کړل شوی نه و او سیاسي‌ غونډې، مظاهرې او دا ډول نور فعالیتونه به یې کولای شول.

د جماعت اسلامي ګوند په ۱۹۴۱ کال د یو ناندریز عالم له لوري جوړ شو چې له پاکستان څخه یې د بنګله دېش د جلا کېدو مخالفت کاوه.

له ۲۰۱۳ کال راهېسې د جماعت اسلامي‌ ګوند اکثریت مشران یا اعدام او یا هم زنداني شول. د بنګله دېش محکمو هغوی د ۱۹۷۱ کال کې د بشریت ضد جرمونو، چې قتل، اختطاف او جنسي تېری په کې شامل وو، محکوم کړل.

بنګله دېش وايي چې له پاکستان څخه یې د خپلواکۍ په جګړې کې درې میلیون کسان وژل شوي، په ۲۰۰زره ښځو یې جنسي‌ تېري شوي او څه باندې یو میلیون نور کسان هند ته وتښتېدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG