کروندګر د حکومت څخه خپلو حاصلاتو ته د ښه بازار غوښتنه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې چې پخوا په زیاته کچه په کې کوکنار کرل کېدل، اوس ډېری کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده. د احمدالله په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر وایي چې په خپلو پټیو کې یې ګلپي کرلي چې ښه وده یې کړې ده.

هغه زیاتوي چې پخوا په کندهار کې ګلپي نه وې مروجې، خو اوس کروندګر بېلابېل کښتونه تجربه کوي ترڅو ښه عاید تر لاسه کړي. نوموړی شکایت کوي چې د ګلپي د کښت لګښتونه لوړ دي، خو کله چې حاصل ته ورسیږي، په مارکیټ کې په ټیټه بیه پلورل کیږي. دغه کروندګر د حکومت څخه د خپلو حاصلاتو لپاره د ښه بازار غوښتنه لري.