، ځکه له دې لارې هر څوک کولی شي د خپلې سیمې ستونزې او مسایل په اسانه راپور کړي او د حکومتي چارواکو پام ورته را واړوي.
بلخوا کارپوهان په دې باور دي چې ولسي ژورنالیزم د رسنیو په ډګر کې بدلونونه رامنځته کړي، او په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې دودیزو رسنیو ته لاسرسی محدود وي، دا ډول ژورنالیزم د خلکو غږ په مستقیمه توګه تر حکومتي چارواکو رسوي.
د ولسي ژورنالیزم مثبتې اغېزې
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې ځوانان وایي چې د ټکنالوژۍ او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره یو نوی مسلک رامنځته شوی، چې دوی یې ولسي ژورنالیزم بولي. د دوی په وینا، ولسي ژورنالیزم د اصلاحاتو غوښتلو او پر حکومت د فشار اچولو یوه اغېزمنه وسیله ده.