په کویټه کې له کړاوونو ډک ژوند تېروو - د نادرکه عالیه عزیزي کورنۍ

Your browser doesn’t support HTML5

د هرات د ښځینه زندان د نادرکه شوې رئیسې، عالیه عزیزي کورنۍ وایي چې اوسمهال د بلوچستان په کویټه ښار کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي. مېرمن عزیزي د پخواني افغان حکومت سره د پولیسو افسره وه او له ۲۰۱۹ کال څخه یې په هرات کې د ښځو د زندان مشري کوله.

کله چې طالبانو په اګست میاشتې کې هرات ونیو، هغې خپله دنده پرېښوده او په کور کې پاتې شوه. زموږ همکار سالمین خپلواک د مېرمن عزیزي د کورنۍ لیدو ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړي.