کروندګر: د کوکنارو پر ځای بدیل کښتونه هم ګټه لري

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو چې په لومړي ځل یې کچالان کرلي، وايي د کوکنارو په اندازه ګټه ترې اخیستلای شي. د هارون په نوم ددغې ولسوالۍ یو کروندګر چې په درې جریبه ځمکه یې کچالان کرلي، وايي چې د دې بدیل کښت حلاله او ښه ګټه لري.

نوموړی زیاتوي، که حاصلات یې نورو هېوادونو ته صادر شي او په کور دننه ورته مناسب مارکیټ جوړ شي، نو د کوکنارو پر ځای بدیل کښتونه غوره بدیل دی.
هغه غوښتنه کوي چې، د غنمو په څېر، د نورو فصلونو لپاره هم مرستې ورسره وشي ترڅو کروندګر د حلالو کښتونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي.