په مسلم باغ کې د روغتیايي خدماتو نشتون افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په مسلم باغ سیمه کې د افغان کډوالو په ملګګۍ کمپ کې میشت کډوال وایي، له څو کلونو راهیسې په کمپ کې د روغتیايي خدماتو نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په خبره، د کمپ یوازینی روغتون چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره جوړ شوی و، له کلونو راهیسې تړل شوی دی.

ددغه کمپ اوسېدونکي شکایت کوي چې د روغتون په تړل کېدو سره، دوی مجبوره دي چې د درملنې لپاره لسګونه کیلومتره لرې، د مسلم باغ او کويټې ښار روغتونونو ته مراجعه وکړي. پدغه کمپ کې میشت افغان کډوال له خیریه ادارو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په کمپ کې یو ځل بیا روغتیايي مرکز پرانیزي او ورته د لومړنیو روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.

سالمین خپلواک - امریکاغږ