د بهسودو ولسوالۍ کروندګر محمد رسام، چې په شاوخوا یو جریب ځمکه کې یې کبیچ (کرم) کرلي، وایي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د کبیچو کرکیله زیاته شوې او په خبره یې که وارداتي سبزي محدود شي، کورني حاصلات به ښه بازار ومومي.
دی وايي، کبیچ (کرم) چې کله حاصل ته ورسېږي نو د ژمي په موسم کې یو پاکټ یې له ۱۰۰ نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پورې خرڅېږي.
په وارداتي سبزیو بندیز به کورني محصولاتو ته ښه بازار برابر کړي - کروندګر
Your browser doesn’t support HTML5
په ننګرهار کې کروندګر وايي، که له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د سبزیو واردات محدود او یا پرې لوړه مالیه وضع شي، نو د کورنیو کروندګرو عواید به ورسره لوړ شي.