د کندهار یو شمېر کروندګر د حاصلاتو د کمښت څخه شکایت کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر کروندګر له سږني حاصلاتو څخه خوښ نه دي او شکایت کوي چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې.‌ د عبدالرحیم په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، چې په خپلو ځمکو کې یې ګازرې او جوار کرلي دي، خو سره له دې چې اوبه هم ډېرې وې، د حاصلاتو څخه یې هیڅ ګټه نده تر لاسه کړې.

د هغه په خبره، سږ کال نه یوازې حاصلات بې ګټې دي، بلکې مارکیټونه هم کمزوري دي. کروندګر همدارنګه د بې کیفیته نباتي درملو له امله شکایت کوي، چې د کرهنیزو آفتونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي ،خو مطلوبه نتیجه نه ورکوي. هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو د باکیفیته درملو د مرستې غوښتنه کوي.