د کامې ولسوالۍ کروندګر سږکال د ګنیو ښه حاصلاتو ته هیله‌مند دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګنیو کروندګر سږ کال ښه حاصلاتو ته هیله‌مند دي. د دې ولسوالۍ یو کروندګر، سبحان الله، وايي چې د ګنیو کرکیله په لږ زحمت سره دوه برابره ګټه ورکوي او په خبره یې، د یو جریب ځمکې حاصلات تر ۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د ګنیو فصل هر کال حاصلات ورکوي او کروندګرو ته د نورو فصلونو په پرتله ښه عاید لري. د نوموړي په وینا، که په وخت سره ورسره د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو لکه ماشینونو مرسته وشي، کروندګر به له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.