هغه وايي چې د لمرګلي زړي ښه مارکېټ لري او غواړي چې دا نبات د یوه صنعتي او تجارتي محصول په توګه ترویج کړي.
هغه زیاته کړه: "دا لمرګلی په پسرلي کې کرل کېږي او په مني کې حاصلاتو ته رسېږي. تېر کال مې په ځمکه غنم او ریحان کرلي وو، سږ کال مې لمرګلی کرلی دی."
دا پداسې حال کې دی چې په کندهار او شاوخوا سیمو کې پخوا د کوکنارو کښت ډېر و، خو د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیلې له بندیز وروسته، کروندګر د بدیلو کرنیزو محصولاتو په لټه کې دي، چې ښه مارکېټ او عاید ولري. همدارنګه افغان کروندګر له حکومته او مؤسساتو څخه د مرستو غوښتنه کوي تر څو ورته مطمین بدیل کښتونه معرفي کړي.
په کندهار کې د لمرګلي د کرکیلې د ترویج لپاره هڅې
Your browser doesn’t support HTML5
پدې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د لمرګلي د کرلو دود ډېر شوی او ډېری کروندګر د دې نبات د ترویج لپاره هڅې کوي. وحیدالله، چې په دامان ولسوالۍ کې کرونده لري، په خپله ځمکه کې لمرګلی کرلي ترڅو زړي یې په بازار کې وپلوري.