په کویټه کې د تیو سرطان په اړه د پوهاوي سیمینار

Your browser doesn’t support HTML5

د اکتوبر میاشت د 'تیو سرطان' د پوهاوي د رامنځته کولو په موخه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. پدې موخه د کويټې په "آریا انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز" کې د 'تیو سرطان' پر موضوع یو سیمینار جوړ شوې و چې ګډونوالو ته ددغه سرطان د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې او د وختي تشخیص پر اهمیت ټینګار وشو.