د کامې ولسوالۍ یو بڼوال خالد وايي، چې سږ کال یې د نارنجو حاصلات کم شوي او باغونو دواپاشۍ ته اړتیا لري، خو په خبره یې، درمل دومره ګران دي چې دوی یې اخیستلی نه شي. خالد زیاتوي: "دواګانې قیمته دي او زموږ وس ورته نه رسیږي چې په شخصي لګښت ټول باغ ته نباتي درمل واخلو. "هغه غوښتنه کوي چې مارکیټ ته جدي پاملرنه وشي او له بڼوالو سره مرستې وشي. د نوموړي په خبره، که د نارنجو صادرات نورو هېوادونو ته زیات شي یا په کور دننه ورته مناسب بازار برابر شي، نو نه یوازې د نارنجو تولید به زیات شي، بلکې د بڼوالو اقتصادي وضعیت به هم ورسره ښه شي.
ننګرهار کې د نارنجانو بڼوال له ستونزو سره مخ دي
Your browser doesn’t support HTML5
په ننګرهار کې د نارنجانو بڼوال د مناسب مارکیټ د نشتون او د نباتي امراضو د درملو د لوړو بیو له امله شکایت کوي.
هغوی وايي، نه یوازې نباتي امراضو یې باغونه ځپلي، بلکې د دغو امراضو د مخنیوي لپاره اړینو درملو اخیستلو توان هم نه لري.