په کویټه کې د افغان کډوالو لپاره وړیا زده کړې
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان د کويټې ښار په "هزاره ټاون کې "د تنظیم نسل نو هزاره مغل ټولنې" تر نظارت لاندې په یوې عالې لیسې کې شاوخوا ۸۰ سلنه افغان کډوالو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې. پدې لیسې کې لوی شمېر د هغو نجونو دی، چې په لوړو زده کړو پسې له افغانستان څخه د بلوچستان کویټې ښار ته راکډه شوي.